منظور پښتین: پاکستان کې پښتنو سره ظلم روان دې او حقوق یې نه ورکول کیږي

comments 0

هندوکش – پاکستان: منظور پښتین د پښتون ژغوړنې غورځنګ مشر وایي چې، پاکستان پښتانه له خپل تاريخ څخه ناخبره ساتي او په تعليمي نصاب کې د پښتنو د تاريخ او ددوی د مشرانو هيڅ يادونه نه ده شوې.

منظور پښتين تیره ورځ په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شوي غړي ارمان لوڼي د څلوېښتۍ په غونډه کې وويل چې له کلونو په پاکستان کې له کلونو راهيسې له پښتو سره ظلم روان دی او حقوق يې تروړل کيږي.

هغه په غونډه کې يو ځل بيا د پښتنو د حقوقو د ترلاسه کولو له پاره غږ پورته کړی او زياته کړې يې ده چې د پاکستان حکومت په لوی لاس غواړي چې پښتانه له خپل تاريخ او جغرافيې څخه ناخبره وساتي او حقونه يې تر پښو لاندې کړي.

د ارمان لوڼي د څلوېښتۍ په غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو مشرانو ترڅنګ ګڼو خلکو ګډون کړی و او د تري تم شويو او ورکو پښتنو د خلاصون او راپيدا کېدو غوښتنه يې کوله.

لوڼي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی و د روان کال د فرورۍ په دويمه نېټه د بلوچستان ايالت د لورالايي سيمه کې د پاکستاني پوليسو له لوري هغه مهال ووژل شو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له نورو غړو سره یو ځای په لاريون راوتلي وو.

د هغه له وژل کېدو وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ پلويانو د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې وکړې او د نوموړي د وژنې د موضوع په اړه يې د پاکستان له حکومت څخه د راپور ورکولو غوښتنه کړې وه.

دادان وزیري

Comments