منظور پښتین: پاکستان قصدي توګه د پښتنو سيمې سختدريځو ته پرې ايښې

comments 0

هندوکش – خیبر پښتونخوا: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، طالبان د پاکستان د پوځي او اسختباراتي ادارو زېږنده دي او د پاکستان د ګټو د خوندي کولو لپاره کلونه پخوا جوړ شوي دي.
د پښتین په وینا، پاکستاني جنرالانو بیا بیا اعتراف کړی چې طالبان دوی رامنځته کړل او د پښتنو سیمې یې په لوی لاس سخت دریځو ډلو ته ور پرېښودلې.
د غورځنګ د وژل شوي غړي ارمان لوڼي د څلوېښتۍ مراسمو غونډې ته په وینا کې منظور پښتین وویل، پاکستاني ریاست په لوی لاس پښتانه له خپل تاریخ او جغرافیې ناخبره ساتي دي او په دې توګه یې له څو لسیزو راهیسې د پښتنو حقونه ترړولي.
پېښور کې ولسي جلسې ته په خپله وینا کې منظور پښتین وویل، د پاکستان په درسي نصاب کې د پښتنو مشرانو او اتلانو هېڅ یادونه نشته، او پښتانه ځوانان د باچاخان، خان شهید، فقیر ایپي او احمدشاه ابدالي له تاریخه ناخبره دي.
دادان وزیري

Comments