منظور پښتين: په واڼه کې طالبانو ته شنه کارتونه ورکول شوي افغانستان ته ځي بریدونه کوي ( بشپړه مرکه)

comments 0

85 Views

هندوکش ـ کوټه: د پښتون ژغورنې د خوځښت مشر منظور پښتين اوس اوس له بي بي سي سره په مرکه کې ويلي دي چې پاکستان د پښتون ولس نسل وژنه کوي او په وزیرستان کې  افغانان ددې لپاره وژل کيږي چې دوی تباه شي.

د نوموړي په خبره:« په واڼه او شااوخوا کې طالبان آزاد ګرځي، شنه کارتونه ورکول شوي دي له دې ځايه ځي په افغانستان کې بریدونه کوي او بمونه الوزوي.»

نوموړي وویل چې دوی ته دا خبرې تکراري دي ځکه چې دوی په خپله سیمه کې ويني چې آی اس ای او د پاکستان پوځ څنګه ددوی په سیمه کې د ترهګرو روزنیز مراکز جوړ کړي دي.

نوموړي په  دې  مرکه کې ويلي دي چې پاکستان پښتون ولس د مور او بچو په مخکې ولس په وهلو وهلو وژلي دي.

د پښتين په خبره:« بم په لرې سیمه کې والوزي دوی زموږ بچي ونيسي او په وهلو وهلو يي و وژني،زه يي هم ونيولم، راته يي وویل چې ته باید نور نيوکې ونکړې موږ دې خوشې کوو، خو زه اول ځل دومره د ولس له لوري ونازول شوم لکه له حجه چې راغلی يم.»

پښتین وايي چې څو وارې له دوی سره ژمنې شوي دي چې پاکستانی پوځ او استخبارات به پر دوی ظلمونه نه کوي خو دا لړۍ روانه ده، ښځې کښته کیږي او ځورول کيږي.

د پښتين په خبره  قبايل افغانان دي او پر افغانیت ویاړ مو ددې لامل شوی دی چې پر موږ ظلم وشي.

ياده دې وي چې د قبايلي سیمو پښتنو تر دې مخکې په اسلام آباد کې پرلت کړی وو او اوس په کوټه کې هم دا پرلت روان دی.

دوی وايي چې پاکستان پرې انټرنيټ بند کړی دی، په رسنیو کې پوښښ نه ورکول کيږي، چاودنې ور باندې کوي خو په خبره يي پښتون ولس امن خوښونکی ولس دی او جګړو ځپلي دي خو دا به زغموو خو دا خوځښت به روان وي.

نوموړی وواي:« پاکستان به ټوپک لري، زور به لري خو پښتون ولس به ځان پرې و وژني خو سر به ورته ټيټ نکړي.»

منظور پښتين وويل:« پاکستان د ښو او بدو په نوم د طالبانو جوړښتونه رامنځ ته کړي دي، ډير ټلیفونونه راته کيږي خو زه يي نور په کيسه کې نه يم، دوی دې خپل توپونه او ټانګونه تيار کړي زه ور روان یم، زه نور له دوی سره ملاقاتونه نه کوم او تر دې مخکې هرڅه شوي دي موږ به د خپلوحقوقولپاره مبارزه کوو.»

باید وويل شي چې پاکستان د ښو طالبانو په نوم د طالب په جامه کې پاکستاني مليشې ته هم امر کړی دی چې د پرلت کونکي باید وګواښل شي او د پراختيا مخه يي ونیول شي او اوس اوس پر ځينو پټو او ښکاره لارو چارو هم کار کوي څو ددې مدني خوځښت مخه ونيول شي.

دا پيښې په داسې حال کې کيږي چې تر دې مخکې يي په تیره اونۍ کې پخوانی لومړی وزیر نوازشريف په بوټانو و ويشتل شو او د بهرنیو چارو وزیر يي په خټو باندې ولړل شو.

Share this page to Telegram

Comments