منظور: زموږ حق دی چې جلا دولت وغواړو

comments 0

2 Views

هندوکش – پښتونخوا: پښتونخوا کې د پښتنو خوځښت مشر منظور احمد پشتین وایي، پاکستان کوښښ کوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غږ چوپ کړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د پنجاب حکومت یې حقوق نه ورکوي او د جاسوسۍ او ترهګرۍ ټاپې پرې لګول کېږي .
هغه په ډاګه ویلي چې د پاکستان د پوځ د هیڅ ډول ګواښونو پروا نه ساتي او تر هغې به مبارزې ته دوام ورکړي چې د پښتنو حقوقو ترلاسه کړي.
منظور پښتین پاکستان ته ویلي، که ولس ځان ته یو جلا دولت وغواړي، څوک یې مخه نه شي نیولای .
د پښتون خوځښت اعتراضونه او غونډې له یوې ورځې بلې ته پراخیږي چې د پاکستان حکومت یې وارخطا کړی او د ځینو کسانو د نیولو امر یې کړی دی.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments