منظور: د حقونو لپاره مبارزه جاري ساتو

comments 0

هندوکش – خیبر پښتونخواه: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون ویلي، د خپلو غوښتنو تر پوره کېدو به مبارزې ته دوام ورکوي.
پښتون ویلي، راو انوار مجازات نه شو، وزیرستان لا هم له ماینونو ډک دی، په زرګونو نادرکه په جبري توګه ورک دي او د وژل شویو په حق کې عدالت نه دی پلې شوی.
منظور ویلي، که په نوي پارلمان کې څوک د دوی د غوښتنو لپاره غږ پورته کوي او که نه، خو دوی به پر نوي حکومت فشار اچوي چې غوښتنې یې ومنل شي.
پاکستان کې شاوخوا دوه ورځې وړاندې پر ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره شوه چې په بنو کې دوو ځوانانو یوه سپي ته د تحریک انصاف ګوند بیرغ ور اغوستی او بیا یې په ډزو وژلی دی.
د بنو پولیسو دغه دوه ځوانان د حیوان د وژلو په تور نیولي دي، خو اوس منظور پښتون همدې پېښې ته په اشارې ویلي، څنګه چې د یوه سپي قاتل نیول کېدای شي همداسې د انسانانو قاتل راو انوار او په قبایلي سیمو کې چې پوځ څومره ظلم کړی، هغوی ټولو ته باید سزا ورکړل شي.
دادان وزیري

Comments