ممکن ټاکنې وځنډیږي

comments 0

هندوکش – کابل: د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي چې ممکن راتلونکې پارلماني ټاکنې وځنډېږي.
د ټاکنو کمېسیون رسنیو ته ویلي چې ښايي د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې تر اکټوبر میاشتې پورې وځنډول شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمخه ولسمشر او اجرایه رییس دواړو په وار ورا ټینګار کړی چې ټاکنې به په ټاکلې نېټه ترسره شي.
تر دې دمخه امریکايي چارواکو هم تمه ښودلې وه چې ټاکنې به ټاکلي وخت کې تر سره شي.
د ټاکنو نه د څار بنسټونه بیا وايي که پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ځنډېږې نیغ اغېز به یې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو هم وي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments