ممبۍ انډینز په شپږو ویکټو کنګز الیون پنجاب ته ماته ورکړه

comments 0

هندوکش – هندوستان: د هندوستان تجارتي لیک ( آی پي ال) سیالیو په 34 لوبه کې ممبۍ انډینز بریا خپله کړه.
د لوبې پچه چې د ممبۍ انډینز لوبډلې ګتې وه پنجاب ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
پنجاب په ټاکلو شلو اورونو کې د ٦ ويکټو په تاوان ١٧٤ منډې وکړې، چې پکې کرس ګيل ٥٠، مارکوس سټوينيز ٢٩، لوکيش راهول ٢٤ او اکثر پټيل ٢٣ منډې وکړې.
یادې لوبې کې مجيب الرحمن 37 منډو په ورکولو سره ٢ ويکټې واخيستې.
د سیالیو په 34 لوبه کې د ١٧٥ هدف پوره کولو لپاره ممبۍ انډينز ډېره ښه لوبه پيل کړه، چې ياد هدف يې په ١٩ اورونو کې پوره کړ او بريا يې خپله کړه.
د ممبېۍ انډینز توپ وهونکو ښه لوبه پیله کړه چې سوريا کمار يادو ٥٧، کرونل پانډيا ٣١، ايشان کشن ٢٥، روهيت شرما ٢٤ او هاردک پانډيا ٢٣ منډې وکړې.
د افغانستان مخکښ ورو توپ اچوونکي مجيب الرحمان په ٤ اورونو کې ٣٧ منډې ورکړې او ٢ لوبغاړي يې وسوځول، يوه يوه ويکټه ټاى او سټوينيز هم واخيسته.
د دې لوبې سره کنګز اليون پنجاب څلورم او ممبۍ انډينز په دريم مقام شو.
آرش احساس

Comments