ملی دفاع وزارت: د هیواد په بیلابیلو سیموکې ۹۸تنه وسله وال ترهګر ووژل شول

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ملی فاع وزارت وایی، د هیواد امنیتي ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې عملیات ترسره کړل، 98 تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، 43 تنه ټپیان او 3 تنه ژوندي نیول شوي دي.
د ملی دفاع وزارت په خپله ویب پانه کې لیکلی دي: «دغه ګډ عملیات د ننګرهار، کاپیسا، پکتیا، غزني، لوگر، خوست، کندهار ، زابل،بادغیس غور، فاریاب، بغلان ، سرپل، بدخشان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يې د سرپل ولایت د صیاد ولسوالی د میرزاولنگ په سیمه کي د طالبانو د۲ تنو سیمه ایزو قوماندانانو هر یو ملا میر محمد او نادرپه شمول ۳۳ تنه طالب تروریستان وژل شوي، ۱۰ تنه ټپیان ، ۱۶ موټر سایکلونه ، د دښمن ۱۸ موتر سایکلونه، ۸ موضع ګانې او ۱۱ میله سپکې او درنې وسلې لاسته راغلي ، د فاریاب ولایت د غورماچ په ولسوالۍ کې ۱۰ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ،۴ میله سلاح، یو موټر سایکل او د دښمن یو پتنځاي له منځه وړل شوي او د پکتیا ولایت د جاني خیلو په ولسوالۍ کې ۳۱ تنه ترهګر وژل شوي ۱۴ تنه ټپیان او ۳ تنه نور نیول شوي دي».
همدا راز وایی : «په یادو عملیاتو کې د زابل ولایت د شاه جوي او شملزیو په ولسوالیو کې ۲۰تنه ترهګر وژل شوي او ۱۵تنه ټپیان او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي، د غزني ولایت د ده یک په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي او د کابل ولایت د سروبي په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي ».
د ملی دفاع وزارت د خبرو له مخی په تیرو ۲۴ ساعتونو کې۲۱ چاڼیز ، ۱۸خاص کماندویي او۲شپني عملیات د هیواد په ۱۵ ولایتونو کې په لاره اچول شوي ، د افغانستان هوایي ځواکونو ۹۶پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه تر سره شوي دي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply