ملګري ملتونه له افغان حکومت د خپلو کارکوونکو د امنیت د تامین غوښتنه کوي

comments 0

هندوکش-کابل:په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشر تادامیچي یامامتو له ولسمشر غني سره لیدلي دي او د خپلو دفترونو او کارکوونکو د امنیت په اړه یې اندېښنه ورسره شریکه کړې ده.
نوموړي له ولسمشر غني غوښتي چې د دوی د کارکوونکو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي او ددغه نړیوال ماموریت په بریالي ترسره کېدو کې همکاري وکړي.
ولسمشر غني امنیتي ادارو ته لارښوونه کړې چې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو مرستندویه موسسو د امنیت په تامین کې خپلې هڅې ډېرې کړې او ددوی اړتیاوې واوري.
امنیتي ځواکونه شپه ورځ دخلکو په خدمت کي دي او همیشه په دي هڅه کي دي چي خپلو هیوادوالوته امنیت راولی او دهیواد دښمنان له منځه یوسي.
عبیدرادپور

Comments