ملګري ملتونه طالبانو ته: که سوله ونکړئ یو لوی بشري ناورین به رامنځته شي

comments 0

هندوکش ـ کابل: ملګرو ملتونو د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کچې لوړېدل د اندېښنې وړ بللي او زیاته کړې یې ده، چې که چېرته د سولې خبرې پایله ونه لرياو طالبان له افغان حکومت سره سوله ونه کړي؛ نو بشري ناورین به رامنځ ته شي.
دوی ویلي، چې که چېرته طالبان د سولې خبرې پيل نه کړي او یاد مذاکرات له ننګونو سره مخ شي؛ نو د دوی له لوري پیل شوې جګړه به بشري ناروین رامنځته کړي.
ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې او د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه غوښتي، چې د افغان سولې پروسې د بریالیتوب په موخه دې خپلې هڅې نه سپموي.
د یاد سازمان د راپورونو له مخې، ۲.۵ میلیونه افغانان د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې کډوال دي او دغه راز د طالبانو د جګړې له امله په کور دننه ۴.۵ میلیونه وګړي بېځایه شوي دي.
نوموړي سازمان زیاته کړې، چې که چېرته طالبان د تاوتریخوالي کچه ټیټه نه کړي؛ نو افغانان به یو ځل بیا ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شي.
باید یاده شي، چې طالبانو د ترکیې په استانبول کې له ګډون کولو ډډه کړې او تر اوس مهال هېڅ پرېکړې ته نه دي رسیدلي.
دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دفتر د راپور له مخې، یوازې په تېرو څو اونیو کې په ننګرهار او لغمان کې د طالبانو د جګړې د شدت د لوړېدو له امله ۳۵ زره وګړي بېځایه شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments