ملګري ملتونه: د ولسمشر اشرف غني له ادارې سره به په ټول افغانستان کې کار وکړي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما په یوه بیان کې ولسمشر غني ته لوړې د مراسمو ترسره کېدو مبارکي ورکړې، ټولو ته د منلو وړ پراخ بنسټه حکومت جوړولو، ملي یووالي، اقتصادي ودې او سولې ته د ښاغلي غني د ژمنې هرکلی کړی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو ویلي، ملګري ملتونه چمتو دي د ولسمشرغني له ادارې سره په ټول افغانستان کې کار وکړي.
ملګرو ملتونو د سولې لپاره د ټولو سیاسي ډلو له خوا بین الافغاني خبرو ته د ژمنې هرکلی کړی او غږ یې کړی چې له جوړ شوي مثبت خوځښته ګټه واخلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments