ملګري ملتونه: د طالبانو په بریدونو کې ملکي مرګ ژوبله زیاته شوې

comments 0

هندوکش ــ کابل: ملګري ملتونه وايي په وروستیو میاشتو کې په د طالبانو په بریدونو کې امنیتې پېښې او ولسي مرګ ژوبله زیاته شوې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یماموتو تېره شپه په نیویارک کې ددې سازمان امنیت شورا ته په راپور کې وویل، د اګست د نهمې نېټې څخه د نومبر تر اومې نیټې شپږ زره شپږ سوه ۵۴ امینتې پېښې ثبت شوې چې د تېر کال د همدې مودې په مقایسه سلو کې ۱۳ زیاتوالی ښيي.
د یماموتو په وینا ددې پېښو زیاتې د افغانستان په جنوب کې رامنځ ته شوې چې ورپسې ختیځ او جنوب ختیځې سیمې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تدامیچي یماموتو په وینا د روان میلادي کال درېیمه ربعه، په تېرو لسو کلونو کې د ولسي مرګ ژوبلې له پلوه تر ټولو خونړۍ وه.
هغه زیاته کړه: ” د ۲۰۱۹ میلادي کال درېیمه ربعه کې، له هغې راهېسې چې یوناما لس کاله مخکې په افغانستان کې د تلفاتو منظم ثبتول پیل کړي، ولسي مرګ ژوبله تر ټولو زیاته وه، د اکټوبر او نومبر میاشت کې د تلفاتو شمېرو کې یو څه کمی راغلی، خو دا کافي نه دي.“
تدامیچي یماموتو یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د ولسي خلکو خوندیتوب دې باوري کړي او د افغان حکومت له لوري د اروبند وړاندیز دې ومني.
عبید رادپور

Comments