ملګري ملتونه د برما د مسلمانانو په اړه د څېړنو غوښتنه کړې

comments 0

8 Views

هندوکش – امریکا: ملګرو ملتونو کې بریټانیا استازې وايي د روهنګیايي مسلمانانو په اړه دې بشپړه څیړنه وشي.
کېرن پییرس وايي سلګونه زره روهنګیايان د میانماري ځواکونو د تاوتریخوالي له امله بنګلدیش ته تښتیدلي او ملګرو ملتونو په دې اړه تر اوسه کوم خاص غبرګون ندی ښودلی.
د بریټانیا د استازې له دغو څرګندونو وړاندې ملګرو ملتونو خپل یو پلاوی سیمې ته استولی خو تر اوسه یې د خپلو څیړنو پایلې نه دي وړاندې کړي.
د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له مخې بنګلدیش ته د اوښتلو کډوالو شمیر له ۷۰۰ زرو اوښتی دی.
فکور نعیمی

Share this page to Telegram

Comments