ملګري ملتونه د افغانستان په تړاو غونډه کوي

comments 0

هندوکش – کابل: ټاکل شوې سبا پنجشنبه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په تړاو غونډه کوي.
ټاکل شوې چې دغې غونډه کې به د افغانستان د وضعیت په اړه ددغه سازمان رپوټ وړاندې اوپه روان حالت به بحث وشي.
د ملګرو ملتونو دغه راپور د افغانستان پر سیاسي وضعیت، امنیت، سوله، اقتصادې ودې، سیمه ییزې همکارۍ، بشري حقونو، د کابل پروسې پر تطبیق، له مخدره موادو سره پر مبارزې، بشري مرستو، کډوالو او کورنیو بې ځایه شویو پر ستونزو چمتو شوی دی.
په رپوټ کې راغلي “افغانستان له مختلفو سیاسي، امنیتي، ټاکنیزو او اقتصادي ننګونو سره مخ دی، چې د جګړې پر ځای سیاسي ثبات ته د رسیدلو لپاره، یو عمومي لید او له ټولو مهمه جدي هڅو ته اړتیا لري”.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل رپوټ کې ټينګار کړی، چې یواځې د مذاکراتو له لارې په افغانستان او سیمه کې تلپاتې سوله او ثبات راتللی شي.
عبید رادپور

Comments

Leave a Reply