ملګري ملتونه: افغان ښځې باید په ټولو برخو کې بشپړ استازیتوب ولري

comments 0

هندوکش ــ کابل: د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وايي، د یوې سوله‌ییزې او بشپړې ټولنې د رامنځته کېدو لپاره لازمه ده چې افغان ښځې د تعلیم، روغتیا او کار حق ولري او له ملي شورا رانیولې د سولې تر خبرو پورې د سیاسي تصمیم نیونو په ټولو برخو کې بشپړ استازیتوب ولري.
تدامیچي یاماموتو چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر مشر هم دی، د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، په داسې حال کې چې افغان ښځو په یو لړ برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي، د هغوی په اړه په سیاسي او ټولنیزو برخو کې یو لړ شاتګونه هم ویني چې دا وضعیت د افغان ښځو او د یوه هېواد په توګه د افغانستان د ګټې لپاره باید بدل شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments