ملګرو ملتونو پرطالبانو او حکومت غږ کړی

comments 0

هندوکش – کابل: افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما وايي، دروازې یې د اوربند او افغانانو ترمنځ مذاکراتو د پیل لپاره خلاصې دي.
یوناما وروسته له هغې چې تیره ورځ د هلمند د سولې ولسي کاروان یې دفتر مخې ته پرلت پیل کړ، له دغه حرکت یې خپل ملاتړ اعلان کړ.
د دغه کاروان ویاند بسم‌الله وطندوست رسنیو ته وویل، دوی به په کابل کې د یوناما د دفتر مخې ته د دریو ورځو لپاره پرلت وکړي.
بسم‌الله وطندوست زیاته کړه، چې د یوناما له دفتر وروسته به دوی په کابل کې د امریکا، ایران، پاکستان او هندوستان د سفارتونو مخې ته هم ورته پرلتونه وکړي.
د سولې غوښتلو دا ډله وایي، تر هغې به مبارزه کوي تر څو چې سوله یقیني شوي نه وي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments