ملګرو ملتونو سازمان کې د ولسمشر محمد اشرف غني د وینا پام وړ ټکي!

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: ولسمشر محمد اشرف غني کابل په وخت د سې شنبې د شپې څلور بجې ګدونوالو ته وینا وکړه
ولسمشر محمد اشرف غني خبرو پر مهال وویل: موږ نن د نړیوالو هیوادونو رهبرانو په توګه دې کوښښ کې یو د لوبې پر اصولو ځان پوه او ډاډه کړو خو د ننې بدلېدونکې نړۍ کې ابهام زموږ د وخت تر ټولو بارزه ځانګړتیا ده.
نوموړي وویل که نن زموږ امنیت، اقتصاد، او ارزښتونو ته را پېښ ګواښونه تر نظر تير کړل شي دا ډول ستونزې ډېره په اسانه تر سترګو کېدای شي.
نوموړي ددغه اسمبلې ګدون والو ته آدرس کړ چې مونږ دې شاهدان یو چې خشونت د سیاسي خشونت د پنځم موج شکل اختیار کړی دی، د پرلپسې بدلېدونکو جرمي سازمانونو، ترهګریزو شبکو فعالیت، برېښنایي جرایمو او له ترهګرۍ څخه د دولتونو د ملاتړ اوسنۍ وضعې ته په کتلو ویلای شو چې د خشونت پنځم موج به لنډ مهالی نه وي او په لسیزو لسیزو به نړیوال امنیت وګواښي.
ولسمشر محمد اشرف غني هیوادونه ترهګرو پر وړاندې ځواک وبلل او وویل: موږ باید د ترهګرۍ د ګواښ په وړاندې د یوه متحده ځواک په توګه ودرېږو، او دې ګواښ ته داسې اوږدمهالی حل ولرو چې د ترهګرو د اوږدمهالې آجنډا مقابله پرې وکړای شو.
ولسمشر محمد اشرف غني د تړمپ اعلان شوي نوي تګلارې نه په ملاتړ وویل: موږ د دې ستراتیژۍ، چې د ډاډ لور ته یې سیخ کړي یو، هرکلی کوو.
د افغانستان خلکو له کلونو څخه له متحده ایالتونو د دې ډول پرېکړې هیله درلوده.
هغه افغانستان کې شته شرایط ته په کتو وویل: زه ویاړم چې په دې پرتمینه غونډې کې د افغانستان د خلکو په استاځۍ برخه اخلم او وینا کوم. موږ سختۍ، محرومیت او وچکالۍ په متانت زغملي دي؛ د تيري مقابله مو په زړورتیا کړې ده، او تل مو په وطندوستۍ له خپلې خاورې دفاع کړې ده.
نوموړي پاکستان ته په خطاب وویل:موږ اوس د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې د هڅو شریکولو لپاره له خپلو ګاونډیانو سره د خبرو اترو ښه موکه لرو. زه پر پاکستان غږ کوم چې له موږ سره، رفاه ته د رسيدلو لپاره، امنیت، او د سولې سیمه ييزي همکارۍ په برخه کې د دولتونو په کچه هر مذاکراتو ته داخل شي.
نوموړې په داګه کړه چې تروریزم افغانستان او نړې لپاره یو ګواښ دې او نړیوال تروریزم زموږ د هيواد پر فضا سیوری غوړولی او له ډېرې مودې یې د افغانانو برخلیک تر اغیز لاندې کړې؛ خو موږ اوس هم لوړ ظرفیت لرو چې په سیمه کې د سولې په استاځیتوب د اقتصادي رفاه په مرکز او د دیموکراتیکو ارزښتونو روښانه مثال بدل شو.
زه ډاډمن یم چې د ځانبستیا او اصلاحاتو په برخو کې زموږ پلانونه او پروګرامونه به د نړیوالو شریکانو په ملاتړ، زموږ د بشپړ ظرفیت او توان ترلاسه کيدلو ته لاره هواره کړي.
د ملګرو ملتونو شته غوندې ته افغانستان په ګدون د نړي ټول هیوادونه راغلې وو چې بیلابیلو موضوعاتو په اړه یې څرګندونې کړي دي.
فکور نعیمی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply