ملګرو ملتونو د کابل برید غندلی

comments 0

هندوکش – کابل: د امریکا بهرنیو چارو وزات، ملګرو ملتونو امنیت شورا او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یونیسف کابل کې د تېرې ورځې برید وغانده.
امنیت شورا په دشت برچي کې د تېرې ورځې برید بې رحمه وبلله او ټینګار یې وکړ چې عاملین او ملاتړ کوونکو سره یې باید حساب کتاب وشي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم برید په سختو ټکو غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې.
یونیسف هم پر ماشومانو دغه برید په سختو ټکو غندلی او دغه برید یې د زغم وړ نه دی ګنلی.
یونیسف همداراز د تاوتریخوالي د پای غوښتنه وکړه او لو ټولو جګړې ښکېلو خواوو یې وغوښتل چې بریدونو کې دې د ملکي وګړو ژوند بشري حقونه مراعت کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments