ملګرو ملتونو د طالب- امریکا د هوکړې ملاتړ وکړ

comments 0

هندوکش ــ امریکا: د ملګرو ملتونو امنيت شورا په یوه پرېکړه لیک کې د امريکايانو او طالبانو ترمنځ د لاسليک شوې هوکړې هرکلی کړی دی.
د امریکا متحده ایالتونو امنیت شورا ته دا پرېکړه لیک وړاندې کړ او له کوم مخالفت پرته تصویب شو.
د افغان طالبانو او امریکا هوکړه لیک کې هم راغلي، چې امریکا هڅه کوي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړي د دې هوکړې ملاتړ وکړي.
په دې اړه د افغان سولې لپاره دامريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په تازه ټويټونو کې ويل شوي چې د ملګرو ملتونو پريکړه ليک پر دواړو غاړو طالبانو او افغان دولت غږ کړى، چې د باور جوړولو تدبيرونو ته دوام ور کړي او په چټکۍ بين الافغاني خبرو ته لاړشي:
“دغه پريکړه ليک ښيي چې نړيواله ټولنه د نړۍ د امنيت په تړاو او افغان ولس ته د سولې، يووالي او حاکميت د ټينگښت په برخه کې زموږ د تګلارې ملاتړ کوي”.
فکور نعیمي

Comments