ملګرو ملتونو د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو هرکلی وکړ.

comments 0

هندوکش ــ کابل: افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو وویل:” د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر په ۲۸مه، د افغانستان اتباعو له امنیتي ګواښونو سره سره د یو ښه راتلونکي لپاره خپلې رایې وکارولې، دا رایه ورکونکي د خپلې مدني دندې د ترسره کولو له امله د ستاینې وړ دي.”
هغه زیاته کړه: ” اوس، ټول افغان چارواکي او ښکیل اړخونه باید د ټاکنو د خوندیتوب او بشپړېدو لپاره خپله ژمنه څرګنده کړي، چې د دغه بهیر د وروستي پړاو د بشپړتیا ساتنه وشي.”
یاماموتو زیاته کړه: “د دغه بهیر په وروستي پړاو کې د ټاکنیزو بنسټونو هره پرېکړه باید روښانه قانوني او تخنیکي توجیهات ولري او باید د افغانستان خلکو ته په روښانه ټکو کې واضح کړل شي.”
ملګري ملتونه یو ځل ټینګار کوي، چې د ټاکنو بهیر د ټولو ښکیلو اړخونو، د ټاکنیزو بنسټونو، نوماندانو، مدني ټولنو او رسنیو ګډ مسولیت دی.
یاماموتو وویل: ” ټول کاندیدان ددې فرصت لري، چې خپلې اندیښنې، د مناسبو میکانیزمونو له لارې، په ټاکل شوي وخت کې د اړونده قانوني چوکاټونو، مقررو او تګلارو پر اساس مطرح کړي. په عین وخت کې، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مکلفیت لري، چې هر ور رسیدونکي شکایت ته په شفاف او دقیق ډول رسیدنه وکړي، چې د ټاکنو بهیر په باوري ډول پای ته ورسیږي.”
ټاکل شوې ده چې وروسنۍ یا نهايي پایلې وروسته له دې اعلان شي چې د شکایتونو کمېسیون شکایتونه وڅېړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments