ملګرو ملتونو ته نوې غړې معرفي شوه

comments 0

هندوکش – کابل: عادله راز په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې وټاکل شوه.
وړاندې تر دې محمود صیقل په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی وو.
دا لومړی ځل دی چې یوه افغانه میرمن په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب لپاره ټاکل کیږي.
عادله راز د اقتصادي همکاریو په چارو کې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې وزیرې په توګه له شااوخوا درې کالونو راهیسې دنده سرته رسوله.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments