ملګرو ملتونو افغانستان کې بریدونه غندلي

comments 0

هندوکش – امریکا: د ملګرو ملتونو سرمنشي افغانستان کې وروستي بریدونه وغندل.
ملګرو ملتونو په یوې اعلامیې کې وروستي بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې د ملکي وګړو په نښه کول د نړیوالو بشري حقونو خلاف کار دی.
ملګرو ملتونو همداراز د جګړې د ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې د ټاکنو په امن ترسره کولو کې دې خپل رول ولوبوي چې کاندیدان خپل ټاکنییز کمپاینونه په امن فضا کې ترسره کړي.
د ملګرو ملتونو دغه څرګندونې داسې مهال راپورته کېږي چې وړمه ورځ هم په تخار کې په ټاکنیز کمپاین غونډه چاودنه وشوه چې ۲۲ کسان یې ووژل او تر ۴۰ زیات يې ټپیان کړل.
فکور نعیمی

Comments