ملګرو ملتونه سولې پروسه کې همکاري کوي

comments 0

هندوکش – امریکا: کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې له بهیر ملاتړ کړی او د راتلونکو ټاکنو او کابل پروسې برخه کې چې نږدې راتلونکي کې ترسره کېږي، د همکارۍ ډاډ ورکړی.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان کابل کې د ملګرو ملتون د دفتر سرپرستې انګرید هیدن سره کتلي او پر بیلا بیلو موضوعاتو یې خبرې کړي دي.
په ورته وخت کې ادریس زمان په کابل کې د ناټو د ملکي نماینده ګۍ له سرپرست سره کتلي او په یادو موضوعاتو یې خبرې کړي.
کابل کې د ناټو د ملکي نماینده ګۍ سرپرست پاتریک اندریوز ادریس زمان ته په بلجیم کې د ناټو د ۴۱ غړو هېوادونو د لوی درستیزانو د ناستې په تړاو مالومات ورکړي دي.
دغه راز اندریوز د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر تجهیز او تمویل ټینګار کړی.
فکور نعیمي

Comments