ملګرو ملتونه ایران کې پر مظاهرچیانو تشدد غندلی

comments 0

هندوکش ــ ایران: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې مشرې د ایران امنیتي ځواکونه د مظاهرچیانو پر ضد په سخت تشدد کارولو تورن کړي دي.
میچل بچیلیت د دسېمبر پر شپږمه وویل چې هغه په ایران کې د اوسنیو مظاهرو وروسته د مظاهرچیانو په نیولو او زورولو اندېښمنه ده.
نوموړی زیاته کړه مستندې ویډیوګانې ښايي چې د مظاهرچیانو پرضد سخت تشدد کارول شوی. او دا هم لېدل شوي چې امنیتي ځواکونه په پرامنه مظاهرچیانو ډزې کوي.
د ملګرو ملتونو بشري حقونو د ادارې مشرې زیاته کړې چې دا ایراني ځواکونو دا کارونه د نړیوالو اقدارو او بنیادي بشری حقونو سرغړونه ده.
ایمنسټي انټرنیشنل د دسېمبر پر دویمه وویل چې په ایران کې د مظاهرچیانو پرضد په عملیاتو کې تر اوسه ۲۰۸ کسان وژل شوي دي.
ایراني چارواکیو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
توریالی سحر

Comments