ملکي کارمندان بایومتریک کیږي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون په پام کې لري چې د ملکي خدمتونو ټول مامورین بایو متریک کړي.
دا پروسه نن رسما د اداري اصلاحاتو کمېسیون د مشر نادر ناري په بایو متریک پيل شوه او نورو ولایتونو او وزارتونو ته به وغځیږي.
له یاد کمېسیون خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې په دې اقدام سره به د خیالي مامورینو د مخنیوي تر څنګ هغه کسان وپيژندل شي چې له دولت دوه ځایه معاش اخلي.
له دې سیستم سره یو ځای به ټول مامورین د ماليې د ورکړې له سیستم سره هم ونښلول شي.
د اداري اصلاحاتو کمېسیون د مالوماتو له مخې اوس مهال ۴۲۴ زره مامورین لري.
عبید رادپور

Comments