ملي پوځ د ملي ګټو ساتونکی/ غازي ځدراڼ

comments 0

ملي او امنیتي ادارې د یو هېواد د ملا تیر دی، همدوی دي چې د یو هېواد ارزښتونه ساتي او له ملي ګټو یې ساتنه کوي.

د افغانستان بدنیتي ګاونډیان او د سیمې ځېنې هېوادونه هیڅ کله ددې زغم نه لري  چې افغانستان دې په خپلو پښو ولاړه ، مجهزه او د دوی سیاله اردو ولري.

لسیزې وړاندې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ په دې وتوانیدې چې د وخت د اړتیاو سره سم افغان ملي پوځ په مختلفو پلمو او نومونو وځپي او له منځه یې یوسي.

د ملي اردو، امنیتي او کشفي ادارو نه موجودیت دلته هر ډول وحشت او بربریت ته لار اواره کړه، کورنۍ جګړې پيل او د پردیو پيل شویو جګړو کورنۍ بڼه خپله کړه.

خو له تیرې څه باندې یوې نیمې لسیزې چې په هېواد کې یو ځل بیا د ملي پوځ، امنیتي او کشفي ادارو بنسټ له سره کېښودل شو همغه افغان دښمنو کړیو یې پر ضد مبارزه پیل کړې.

افغانستان کې د یو قوي پوځ شتون بیا افغان دښمنه هېوادونو ته ددې اجازه نه ورکوي چې دلته د خپلو ګټو لپاره د جګړو اور بل وساتي.

د افغانستان د خوږو اوبو څپاند سیندونه، د میلیاردونو ډالرو په ارزښت کانونه، ستراتیژیک موقعیت، طبیعي ښکلا، نادره مېوې ، بوټې، نور او نور ټول هغه څه دي چې هیڅکله یې د افغانانو د ښمنان په موږ نه پیرزو کوي.

زموږ له دربدریو او کمزورۍ دښمنانو په ځای ګټه پورته کړې له پېړیو راهېسې نسلونه نسلونه افغانان په داسې حال کې چې دوی په اسیا کې ښايي تر ټولو بډایه خلک وي سترګې داسې ټولنې کې پرانیزي چې جګړو یې د پرمختګ او نیکمرغۍ ټولې دروازې پر مخ تړلي، دوی هم د خپلو نیکونو او پلرونو په څېر تر هغې چې ساه یې په  تن وي په وږي نس او لالهاندۍ شپې سبا کوي.

هغوی چې د افغانانو د ملي ثروت، ارزښتونو او ملي ګټو دښمنان دي، په دې هېواد کې د یو ملي پوځ او داسې ادارې له جوړیدو چې په هېواد واکمنه او د ټولنې ټول قومونه او پرګنې په کې خپل حضور وویني د خپلې نابودۍ  په مانا بولي.

نو په همدې اساس د افغان پوځ پر ضد دغه مبارزه ښايي نوره هم دوام وکړي خو ولس باید د خپل افغاني او اسلامي رسالت سره سم نور هم خپلو هڅو ته زور ورکړي څو د پردیو دغه کرغیړنه دسېسه شنډه او د خپلو راتلونکو نسلونو د پایښت او بقا هېلې تضمین کړي.

Comments

Leave a Reply