ملي موزیم ته اثار وسپارل شول

comments 0

هندوکش – کابل: د کابل ملي موزیم سل کلن شو او د کورنیو چارو وزارت یو شمېر نوي نیول شوي تاریخي ابدات هم ورته وسپارل.
دا اثار د یو شمېر قاچاقبرو له لوري قاچاق کیدل چې د پولیسو له لوري یې مخه نیول شوې او اثار ترلاسه شوي دي.
افغانستان څخه کلونه جګړې ډير تاریخي اثار قاچاق شوي چې ځينې یې بیرته راګرځول شوي دي.
مالیې وزارت بیا ملي موزیم ته د امیر عبدالرحمن خان د وخت هغه ماشین الات وسپارل چې هغه مهال پرې سکې او دولتي مډالونه جوړېدل.
په ورته وخت کې ملي موزیم دیرش انځوریز نندارتون پرانیست چې د افغانستان تاریخي او کلتوري دورې معرفي کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments