د ولس استازي: د محقق څرګندونې د ملي ګټو پر ضد دي، په اړه یې څیړنه وشي

comments 0

هندوکش – کابل: د ایران پلازمینه تهران کې یوې غونډې پرمهال محمد محقق وویل چې له فاطمیون لښکر او له هغو افغانانو چې د دغه لښکر په چوکاټ کې یې د سوریې په جګړه کې برخه اخيستې وه، مننه کوم.
د افغانستان ملي شورا غړو د اجرائیه ریس دوهم مرستیال دغه څرګندونې د ملي ګټو پر ضد وبللې او پر خبرو یې تند غبرګون وښود.
د ملي شورا غړو وویل هیڅوک حق نه لري چې د افغانستان په استازیتوب د ملي ګټو پرضد څرګندونې او سیاسي سوداګري وکړي.
محمد محقق د تهران په غونډې کې وویل چې په سوریه کې جګړه د اسلام پر وړاندې د کفر جګړه او د نړیوال استکبار دسیسې بللې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې دا خبره شوې وه چې ایران په دغه هېواد کې افغان مهاجر د بشار الاسد د حکومت په ملاتړ د سوریې جګړې ته لېږي.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې دمه د سوریې په جګړه کې د افغانانو د ګډون مسئله نه ده تائید کړې او ویلي یې دي چې په دې اړه به څېړنې کوي.
په دې اړه تر اوسه اجرائیه ریاست څه نه دي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply