ملي دفاع وزارت کې فساد په تور اته تنه چارواکې نیول شوي دي

comments 0

هندوکش – کابل: ملي دفاع وزارت کې د دریو جنرالانو په ګدون اته تنه هغه کسان نیول شوي دي چې فساد په تور عدلي او قضایي ارګانونو لخوا تورن شوي ول.
د لوې څارنوالي ویانډ بي بي سي سره په مرکه کې ویلي دي چې د ملي دفاع وزارت دغه چارواکي د یو ملیون او دوه سوه ډالرو په تور نیول شوي دي.
تردې وړاندې فساد سره د مبارزې او د جدي جرمونو د عدلي مرکز عبدالواسع رووفي د کورنیو چارو وزارت جنرال
د رشوت او وظیفې نه د ناوړه ګته اخیستو په تور پر ۱۴ کاله بند محکوم کړې وو.
د نړیوال راپور له مخې افغانستان د اداري فساد په رده بندي کې اتم مقام تر لاسه کړې دې.
عبید رادپور

Comments

Leave a Reply