ملي دفاع وزارت: په تیرو 24 ساعتونو کې 20 ترهګر وژل شوي دي

comments 0

26 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان ملي دفاع وزارت نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د تېرو څلورویشتو ساعتونو په اوږدو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو او هوایي بریدونو په پایله کې ۲۰ ترهګر وژل شوي او ۴ نور یې ټپیان دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ له یادې ډلې، ۱۷ ترهګر د غزني په ده یک او اندړو ولسوالیو او د محمد سنګري په نوم د طالبان د یوه ځایي قوماندان په ګډون ۳ ترهګر د ننګرهار په سرخ رود ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، برید جنرال محمد رادمنش زیاته کړې: ” اوس مهال د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په ۱۰ ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا ۱۱ تعرضي عملیات روان دي. کومانډو ځواکونو په یو شمېر ولایتونو کې ۸۲ تهاجمي عملیات تر سره کړي او د ترهګرو د پټنځایونو د له منځه وړلو په موخه هم ۸ هوایي بریدونه شوي دي”.
په همدې حال کې د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم لخوا ۱۰ کړۍ ماینونه چې د ترهګرو لخوا د هیواد په بېلا بېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او شنډ شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، ننګرهار، غزني، لوګر، غور، بلخ، فاریاب، بادغیس، سمنګان، بغلان او هلمند ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو علمیات بریالي وبلل او زیاته یې کړه، چې یاد عملیات په بریالیتوب سره پر مخ روان دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments