ملي دفاع وزارت: په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې 96 ترهګر وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – کابل: د افغانستان ملي دفاع وزارت نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د تېرو څلورویشتو ساعتونو په اوږدو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو او هوایي بریدونو په پایله کې ۹۶ ترهګر وژل شوي، ۳۶ ټپیان او ۲۹ نور ژوندي نیول شوي دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، ۳۳ ترهګر د فراه په بالابلوک ولسوالۍ، ۲۲ ترهګر د بلخ د چمتال ولسوالۍ په عرب مزار، نوآباد او نوارد کلیو، ۱۵ ترهګر د جوزجان په خمآب ولسوالۍ، د طالبانو د سرې قطې د یوه قوماندان په ګډون ۱۲ ترهګر د غزني په مرکز او اندړو او اجرستان ولسوالیو، ۷ ترهګر د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالۍ، ۴ ترهګر د غور په شهرک او دولینه ولسوالیو، یو ترهګر د زابل د مرکز اړوند خاله کلي او ۲ ترهګر د کندز د آق تپې په بازار کې وژل شوي دي.
یوه خبري کنفرانس ته په وینا د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، برید جنرال محمد رادمنش، زیاته کړه: ” اوس مهال د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په ۱۰ ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا ۱۱ تعرضي عملیات روان دي. کومانډو ځواکونو په یو شمېر ولایتونو کې ۸۱ تهاجمي عملیات تر سره کړي او د ترهګرو د پټنځایونو د له منځه وړلو په موخه هم ۱۵ هوایي بریدونه شوي دي”.
په همدې حال کې د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم لخوا ۲۶ کړۍ ماینونه چې د ترهګرو لخوا د هیواد په بېلا بېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او شنډ شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، ننګرهار، غزني، پکتیا، فراه، بلخ، فاریاب، سمنګان، بغلان او هلمند ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو علمیات بریالي وبلل او زیاته یې کړه، چې یاد عملیات په بریالیتوب سره پر مخ روان دي
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments