ملي دفاع وزارت: هلمند کې ډیر ژر تصفیوي عملیات پیلیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند: د هلمند ولایت ناوې ولسوالې نیولو وروسته د نورو ناامنو ولسوالیو نیول په موخه تازه عملیاتو ملي دفاع وزارت لخوا پیلیږي.
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري رسنیو ته وویل چې اوس مهال افغان امنیتي ځواکونه د تعرض په حالت کې دي او د ناامنو ولسوالیو نیولو په موخه تازه عملیات پیل شوي دي.
نوموړې وویل چې د ناوې عملیاتو وروسته افغان امنیتي ځواکونه غواړې د هلمند ولایت هغه نا امنې ولسوالي تر ولکې لاندې رواړي چې طالبانو تر کنترول لاندې دي.
د نوموړي په وینا د دولت مخالفین سخت ځپل شوي او ددې توان نلرې چې افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې مقاومت ترسره کړي.
سپوژمی پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply