ملي دفاع وزارت: د طالبانو 91 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

هندوکش – کابل: د ملي دفاع وزارت نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت په ځانګړو عملیاتو کې ددولت ضد طالب وسله والې ډلې 91 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عملیات د بادغیس ولایت په آبکمري ولسوالۍ او د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې په لاره اچول شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې بادغیس کې ۴۸ وسله وال طالبان وژل شوي، ۲۸ تنه ټپیان او ۱۹ عرادې موټرسایکلونه یې له منځه وړل شوي دي.
بلخوا ننګرهار ولايت لعلپورې ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو د پیل شويو عملياتو په تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او د دوی يو شمېر درنې او سپکې وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.
د معلوماتو له مخې دغه وسله وال طالبان د دې ولسوالۍ ګرداب، مير سنګی، چکنور، ګل ډاګ، کوچيانو کلی، شګې ناوه او ساده سيمو کې وژل شوي او يادې سيمې د دوی له شتون څخه په بشپړ ډول پاکې شوي دي.
د دغه عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو اړوند يو زر او نهه فيره بېلابيل ډوله مرمۍ، دوه ايکم مخابرې، ديرش عدده د راکټ حق سوق، يو د زيکويک ميل، دوه د زيکويک مسندونه، يو د هاوان ميل، يو راکټ، يو ميل پنځه ډزی ټوپک، دوه کړۍ لاسي بمونه، يو کلاشنکوف شاژور، يو عراده موټر سايکل او درې بورۍ چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments