ملي دفاع وزارت: بیلابیلو عملیاتو کې د وسله والو 47 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

هندوکش – کابل: ملي دفاع وزارت نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ددولت ضد طالب وسله والې ډلې 47 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د خبرپاڼې په حواله، د افغان ځواکونو یاد عملیات غزني او هرات ولایتونو کې ترسره شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې، دغه ځمکني او هوايي عملیات د غزني په قره باغ، مقر او اندړو ولسوالیو او د هرات ولایت په زېرکوه ولسوالۍ کې شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې د غزني په مقر، قرباغ او اندړو کې د عملیاتو پر مهال ۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي یو تن ټپي او دوه عرادې موټر یې له منځه وړل شوي دي.
دغه راز خبرپاڼه وايي، د هرات زېرکوه کې د هوايي بریدونو پر مهال د یوه سیمه ییز قوماندان غوث الدین په ګډون ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments