ملي بودجه تصویب شوه

comments 0

هندوکش – کابل: ولسي جرګې د رایو په اکثریت سره د ۱۳۹۸ مالي کال بودیجه تصویب کړه.
دغه بودیجه ۳۹۹ میلیارده افغانۍ په پام کې نیول شوې ده چې ۱۲۴ یي پراختیایي او پاتې نوره یي عادي بودیجه جوړوي.
د ملي بودیجې ۴۹ سلنه له کورنیو عوایدو او ۵۱ سلنه یي له بهرنیو مرستو جوړه شوې ده .
ملي بودجه باندې تېره ورځ د ملي شورا ګډ کمېسیون بحث کړی و چې ماليې وزارت قناعت ورکړی و.
که څه هم بودجه کې ځینې کسان اعتراض لري چې انډول په پام کې نه دی نیول شوی ، خو ماليې وزارت وایي، بودجه یې متوازنه جوړه کړې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments