ملي بسونه بیا ترمیم کیږي

comments 0

هندوکش – کابل: د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، ډیر ژر به کابل او ولایتونو کې ۳۵۰ ملي بسونه ترمیم او فعالیت پيل کړي.
د ټرانسپورټ وزارت وایې، د ملي بسونو ۸ کانتینره پرزې له هند کابل ته رسیدلي چې له مخې به یې ټرانسپورتي اسانتیاوې او کاري فرصتونه ډیر شي.
د ټرانسپورټ وزارت ویاند په یو خبري کنفرانس کې ډاډ وښود چې د ملي بسونو په ترمیم او بیا فعالیت سره به ښاري ستونزې او ټرانسپورټي مشکلات یو څه حل شي.
مسولینو د ټرانسپورټ سکتور کې د خصوصي پانګې جذب او اصلاحاتو ډاډ ورکړ.
له دې سره د ټرانسپورټ وزارت خبر ورکړی چې ټولې هغه ټرانسپورټي اتحاديي یې له منځه وړي چې خیالي وې او یا یې په جعلي اسنادو باندې کار کو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments