ملي امنیت یو ۹ کلن ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو څخه ژغورلي دی

comments 0

هندوکش ــ بلخ: د ملي امنیت له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د ملي امنیت موظفینو یو ۹ کلن ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو څخه ژغورلی دی.
اعلامیه زیاتوي، چې تښتول شوي ماشوم د یوه سپین ږیری له خوا، چې د بلخ ولایت اوسیدونکي دي لومړی سمنګانو او وروسته یې کندز ولایت ته انتقال کړي و، چې له ۱۴ ورځو بند وروسته انسان تښتوونکی د ملي امنیت موظفینو له خوا ونیول شو او ماشوم یې خپلې کورنۍ ته وسپاره.
عاطفه مصمم

Comments