ملي امنیت کابل کې د طالبانو ۱۵ کسیزه شبکه نیولې؛ دوی د ترور دنده لرله

comments 0

هندوکش ــ کابل: د ملي امنیت عمومي ریاست په کابل کې د طالبانو د یوې ۱۵ کسیزه شبکه نیولې.
دغه ریاست پرون سې شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې شبکې غړو د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ځینو مهمو سیاسي اشخاصو د ترور دنده درلوده.
اعلامیه وايي، دغه کسان په څلور کسیزه او پنځه کسیزه ډلو وېشل کېدل او بیا یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د غړو یا هم سیاسي څېرو د استوګنې او تګ راتګ لارې تثبیتولې چې تر اقدام مخکې ونیول شول.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments