ملي امنیت ځواکونو په ننګرهار کې د داعش وسلوالو یو تن قاضي وژلی دی

comments 0

هندوکش ــ ننګرهار: د ملي امنیت ځانګړوځواکونو د ننګرهار ولایت په مرکزجلال اباد ښارنهمه ناحیه خوښګنبد سیمه کې د داعش وسلوالو پرضد عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې د داعش وسلوالو قاضي او اداري امر قاضی امین چې په ابو معاویه مشهور و وژلی دی.
د ملي امنیت ۰۲ قطعې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د وژل شوي داعش وسلوال څخه یو میل کلاشینکوف دملي امنیت ځواکونو لاسته ورغلې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، ، یاد کس په تیر کې د داعش ډلې عمومې نظامې مشر شیخ ابو عمر ته کار کاوه..
فرهاد شهراني

Comments