ملي امنیت ځواکونو پر امرالله صالح د برید په تور لس کسیزه ډله ونېوله

comments 0

هندوکش ـ کابل: د افغانستان د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د وسلوالو هغه لس کسیزه ډله نیولې چې د جمهوري ریاست پر لومړي مرستیال امر الله صالح یې حمله طرح کړې وه.
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست یوه سرچینه وایي، چې دغه کسان د یو لړ پېچلو هدفي علمیاتو په پایله کې نیول شوي دي.
سرچینه وايي، په دې عملیاتو کې د داعش او حقاني شبکې اړوند هغه هسته هم نیول شوې چې په لوړ پوړو افغان چارواکو یې د حملې پلانونه درلودل.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments