ملي امنیت پکتیا کې یو موټر وسله نیولې

comments 0

هندوکش – پکیتا: د پکتیا د ملي امنیت ریاست منسوبینو هغه موټر نیولی چې په وسلو بار له ډيورنډ کرښې راتېر شوی و.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت وایي، له موټر څخه ۳۵۸ میله بیلابیل ډول وسلې ترلاس شوي دي.
د حسرت د مالوماتو له مخې په وسلو کې ۵۳ چرییز وسلې او ۳۵۶ شاچورونه و.
د دې وسلو په تړاو پنځه تنه نیول شوي او تر پوښتنو لاندې دي.
د مالوماتو له مخې دا وسلې د ترهګرو لپاره افغانستان رالیږل شوې وې چې د کشفي راپور په اساس نیول شوي دي.
عمران احمدزی

Comments