ملي امنیت په کندهارکې دطالبانو ۱۰ کسیزه ډله نیولې ده

comments 0

هندوکش – کندهار: دکندهار ولایت ملي امنیت ریاست کارکوونکو په هڅو دطالب وسلوالو یوه ۱۰ کسیزه ډله نیولې ده.
دیاد ولایت امنیتي چارواکي وايي،چې نیول شوې ترهګرې ډلې په کندهار ولایت کې په هدفي وژنو،چاودنو او دافغان ځواکونو په پوستو باندې په بریدونو کې لاس درلود.
دوي وايي،چې له یادې نیول وسلوالې او ترهګرې ډلې څخه ګڼ شمیر سپکې،درنې وسلې او چاودیدونکي تو کې هم ترلاسه شویدی،نیول شوو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments