ملي امنیت په هلمند کې ۵تنه انسان تښتوونکي نیولي دي

comments 0

هندوکش ــ هلمند: په هلمند ولایت کې د ملي امنیت موظفینو ۵تنه انسان تښتوونکي ۳تنه یې نارینه او ۲تنه یې ښځینه دي نیولي دي.
د هلمند ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې دملي امنیت دموظفینو له لورې نیول شوې ډلې دهلمند ولایت په بیلا بیلو ولسوالیو کې په انسان تښتوونه او وژنه کې لاس درلود.
چارواکي زیاتوي، چې یادې وسلوالې ډلې څه موده وړاندې هم څو کسه په یاد ولایت کې تښتولي وو،چې بیا وروسته یې دپیسو په بدل کې بیرته خوشي کړل.
عبدالله اڅکزی

Comments