ملي امنیت په هرات ولایت کی یو انسان تښتوونکي نیولی دی

comments 0

هندوکش – هرات: په هرات ولایت کې دملي امنیت ځانګړو ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې یو انسان تښتوونکي نیولی دی.
دهرات والي ویاند جیلاني فرهاد وايي،دملي امنیت ځواکونو په هرات ولایت کې یو انسان تښتوونکي، چې له ډيرې مودې راهیسې دیاد ریاست دکارکوونکو له تعقیب لاندې وو نیولی دی.
نوموړي وايي، دملي امنیت موظفین په ښار کې دښه خوندي امنیت او دترهګریزو پیښو دمخنیوي لپاره شپه او ورځ کار کوي ترڅو ولسونه په ډاډمن امنیت کې ژوند ته دوام ورکړي.
چارواکي زیاتوي،چې نیول شوي کس په خپل جر م باندې اعتراف کړی دی.
امیر حسین سلجوقي

Comments