ملي امنیت په ننګرهار کې ۲۹ تنه وسلوال نیولي دي

comments 0

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهار ملي امنیت ریاست منسوبینو په جلا عملیاتو کې ۲۹ تنه وسلوال دبیلا بیلو جرمونو په تړاو نیولي دي.
د ننګرهار ولایت ځايي چارواکي وايي، چې په یادو عملیاتو کې دنیول شوو کسانو له ډلې څخه ۱۱ تنه د داعش وسلوالې ډلې غړي دي.
چارواکي زیاتوي، په دې ورستیو کې د ننګرهار ولایت په امنیتي وضعیت کې د پام وړ ښه والی راغلي او له هغو ولسوالۍ چې پخوا ورڅخه دناامنۍ خبرونه خپریدول اوس ټول هېوادوال کولای شي پرته له کومې ویرې سفر وکړي.
فرهاد شهراني

Comments