ملي امنیت په ننګرهار کې ځانګړي عملیات کړي دي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت ملي امنیت ریاست نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې په بېلا بېلو عملیاتو کې ۶ تنه وسله وال نیولي.
بلخواه د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وایي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په جلال اباد ښار کې درې تنه وسله وال طالبان، یو د لشکر طیبه غړی، یوقاتل او یو د داعش ډلې فعال غړی چې غوښتل یې دلته حکومت ضد کړنې ترسره کړي نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې وروستیو کې امنیتي ځواکونو په بیلابیلو ولایتونو کې پراخ عملیات په لاره اچولي چې له امله یې ددولت ضد طالب او داعش وسله والو ډلو ګن شمیر کسان وژل شوي دي.
فرهاد شهراڼي

Comments