ملي امنیت په ننګرهار کې له پاکستان څخه دجعلي افغانیو او ډالرو لېږدونکي نیولي دي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: دننګرهار ملي امنیت ریاست موظفینو ۳تنه له پاکستان څخه دجعلي ډالرو او افغانیو درالېږدیدو په تړاو نیولي دي.
دننګرهار ولایت درسنیو له مرکزڅخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي،چې یوتن دعبدالبصیر په نوم دجلال اباد ښار دوهمې ناحیې چپرهار زړه هډې ته څیرمه له ۱۷سوه جعلي امریکايي ډالرو سره یوځای نیولی دی.
خبرپاڼه زیاتوي،نیول شوی کس په خپل جرم اعتراف کړی اوداچین ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی.
خبرپاڼه کې راغلي دي،چې ددې ګروپ دوه نور غړي صداقت او حضرت علي دملي امنیت موظفینوله لوري دشینوارو ولسوالۍ په بازار کې له جعلي افغانیو سره یوځای نیولي دي.
یادو نیول شوو کسانو هم په خپلو جرمونو اعتراف کړی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments