ملي امنیت په ننګرهار کې د وسلو او مهماتو زیرمې نیولې دي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار والي ویاند عطا الله خوګیاڼی وایي، چې دملي امنیت موظفینو دیو لړ کشفي او استخباراتي معلوماتو په اساس د ننګرهار ولایت په اچین او شینوارو ولسوالیو کې د وسلواو مهماتو زیرمې نیولې دي.
نوموړی وایي، چې په ترسره شوو عملیاتو کې له یادې ډیپوه څخه ځانمرګي برید ته چمتو شوی واسکټ اوګڼ شمیر نور چاودیدونکي توکي دملي امنیت موظفینو لاسته ورغلي دي.
په عین حال کې داچین او شینوارو ولسوالیو اوسیدونکي دملي امنیت دموظفینو دهڅو او پر وخت اقدام ستاینه کوي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments