ملي امنیت په سمنګانو ولایت کې د طالبانو د عشر او ذکات مسول نیولی

comments 0

هندوکش ــ سمنګان: د سنمګانو ولایت امنیتي چارواکي وايي، ملي امنیت په یاد ولایت کې د طالبانو د عشر او ذکات مسول نیولی دی.
د یاد ولایت ځايي چارواکي وايي، چې نوموړي به په سمنګانو ولایت کې له کروند ګرو څخه غلې دانې د عشر او ذکات په نوم ټولولې او طالبانو ته به یې د جګړې لپاره مالي امکانات برابرول.
نیول شوی طالب وسلوال په خپل جرم اعتراف کړی او ویلي يې دي، چې تراوسه یې د یاد ولایت له ګروندګرو څخه د۹۰۰ منو په شاوخوا کې د ذکات په نوم له خلکو غلې دانې راټولې کړې وې.
عاطفه مصمم

Comments