ملي امنیت په خوست کې ۲۰تنه وسلوال ترهګر نیولي دي

comments 0

هندوکش – خوست: دخوست ملي امنیت ریاست وایي،چې ۲۰تنه وسلوال ترهګر یې دعملیاتو په مهال کې دبیلا بیلوجرمونو په تړاو نیولي دي.
دوی وایي،چې ۹تنه په خوست کې دماین خښونې په تور،۶تنه دحقاني شبکې دغړیتوب،۲کسان یوه هېواد ته دجاسوسۍ،۱تن دولت ضد کړنو او ۲تنه نور دهدفي وژنو په تړاو نیولي دي.
نیول شوو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او له څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شي.
عمران احمدزې

Comments